| د مخدره توکو پر ضد د قانون پلی کونکی ارگانونه |
|
په تیرو دری کلونو کښی د مخدره توکو پرضد (333) روزل شوی کماندو پولیس (په افغانستان کښی د مخدره توکو پر ضد ځانگړی قوه)، سرحدی او گمرکی پولیس او په خاصه توگه د مخدره توکو پر ضد عملیاتی قوه چه د کورنیو چارو د وزارت په تشکیل کښی خپل کارونه پر مخ بیائی په ټول هیواد کښی د عملیاتو په ترڅ یو ډیر زیات شمیر د مخدره توکو لابراتوارونه له منځه وړی او ډیر ښه لاسته راوړنی د همدغه توکو د نیولو په اړوند نه هیرونکی لاسته راوړنی لری چی د همدی عملیاتو په ترڅ کی ئی زیات قاچاق وړونکی نیولی او د قانون منگله ته ئی حواله کړیدی. د افغانستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزی پولیس: د مخدره توکو پر ضد د مبارزی د پولیسو ایجادول د هغه ضرورت له اساس وشول تر څو په ټول هیواد کښی د مخدره توکو عام رواجول مخه و نیسی او هم په دی ا ړ وند د پولیسورا ټول شوی اطلاعاتو له مخی د پولیسو دغه ارگان ټول (3864) کارکونکی لری او اوس هم کوشش روان ده چه په ټول هیواد کښی نور هم ښه تکړه، مسلکی او پوه افسران وگمارل شی. د مخدره توکو پر ضد د مبارزی پولیس ډیر ښه اطلاعاتی وړتیا در مخدره توکو د قاچاقبرانو په اړوند کښی لرلی ده او دوی کولای شی چه په ټول ملک کښی در هغوی د فعالیتونو مخه ونیسی او هغوی په مختلف پړاونو کښی په مختلف تحقیقاتی اشکالو د مخدره توکو پر ضد د مبارزی د پولیسو په اکادمی کښی روزل شوی او هم هغوی هاغه مخدره توکو چه په وسایطو او نورو ځایو کښی پت شوی وی د هغوی د کشف او پلتنو ښه مهارت ترلاسه کړی. هوائی ډگر عملیات: د 2006 میلادی کال د جون د میاشتی را پدی خوا د مخدره توکو پرضد یوه اداره د کابل په بین المللی هوائی ډ ګر ک ښی په ښه امکاناتو تاسیس شوی او د دی اداره د شروع نه تراوسه ډیر ښه او لوی لاسته راوړنه د قاچاقبرانو د نیولو په مورد کښی لری. محبس: هاغه د مخدره توکو کاروباریان او قاچاقبران چه د مخدره توکو پرضد د عدلی او قضائی ځانگړی قوه لخوا په بند محکومیږی د خپل سزا د تیرولو په خاطر د پل چرخی محبس ته انتقال کیږی چه نوموړی محبس د 3000 افرادو گنجایش لری او لوی قاچاقبرانوته ځانگری امنیتی تدابیر لری. |