| زمونږ په هکله |
|
د مخدره توکو پر ضد د عدلی او قضائی ځانگری قوه ( CJTF ) د 2005 میلادی کال د می په میاشت کښی د افغانستان اسلامی جموری دولت لخوا تاسیس چه د ستری محکمی، لوی څارنوالی او د کورنیو چارو د وزارت په چوکات چه مالی او تخنیکی چاری ئی د بین المللی ټولنی لخوا تمویلیږی په کار پیل کړی.
ټول پروگرامونه ئی د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د مخدره توکو د کنترول د ملی استراتیژی به اساس او د مخدره توکو پر ضد د قانون 34-36 مادو کښی فعالیت ېی تعین شوی چه تعین شوی فعالیتونه او هغه کسان په ټول ملک کښی د مخدره توکو کاروبار کوی هغوی تر اصولی پښتنی او قانونی پلټنی او د عدلی تعقیب لاندی نیولی کیدل او ځانگړی شوی کارونه پر مخ بیول کیږی. د مخدره توکو پر ضد قانون د لاندی مواردوته په هکله سزا ټاکلی: د افین ، کوکنار، بنگدانه او چرس کښت. د مخدره توکو تولید او پروسس. د مخدره او نور ممنوعه ټوکو مالکیت، ترافیک او انتقالول. د مخدره توکو اسباب واردول چه د هغی نه د مخدره مواد په تولید استعمال کیږی. اداری فساد ، رشوت د مخدره توکو په اړوند په رسمی موسسات کښی. د مخدره توکو پر ضد د عدلی او قضائی ځانگری قوه مجموعاً (156) تکړه او پوه کارکونکی لری چه له هغی جملی څخه ئی (50) تنه د کورنیو چارو د وزارت د مخدره توکو پر ضد عدلی پولیس، (28) تنه ئی د مخدرزه توکو د اختصاصی څارنوالانی . (14) تنه ئی د مخدره توکو پر ضد د اختصاصی محکمه قاضیان او نور (64) تنه ئی اداری کارکونکی تشکیلوی. پولیس په کشفی عملیاتو کښی د مخدره توکو لویه قاچاق وړونکو پر ضد د نورو اړوند ارگانونو په همکاری اقدام کوی او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت اهداف د مخدره توکو پر ضد په ټول ملک کښی پر مخ بیائی. د مخدره توکو پر ضد د عدلی او قضائی ځانگړی قوه په چوکات کښی د مخدره توکو پر ضد ځا نگړی محاکم، ځا نگړی څارنوالی، د مخدره توکو پر ضد د عدلی پولیس لړی دوی ټول یو ځای او مشترکاً په ټول مراحلو کښی چه د نیول کیدو نه تر تحقیق او قانونی پلټنی او د سزا تر تعین کیدو پوری سره یوځای همکاری لری. په تیرو دری کلو نو کښی د مخدره توکو پرضد د عدلی او قضائی ځانگړی قوه ډیر لاسته راوړنه ئی در لود چه دا ټول بریالیتوب د یو ځای کارکول او ښه موثر همکاری او هماهنگی د ټولو عدلی او قضائی ارگانونو، مسلکی خلکو ښه تحقیقاتی مراحل او عادلانه محاکمه چه دا ټول عوامل د یو ښه کارا محکمی زیږند ده. |